د چين د سوداګرې وزارت وياندې شو جو تينګ د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې چين او امريکا بايد د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريز تړون د تطبيق لپاره ښه چاپيريال جوړ کړي او ګډې هڅې دې وکړي.
نوموړي وويل، د چين مرستيال صدراعظم ليو هه او د امريکا د سوداګرۍ استازې کاسيرين تای په ويډيويي خبرو کې د ياد تړون د تطبيق په اړه د نظريو تبادلې کړې دي.
لیو هه له نوموړې سره په خبرو کې ويلي، چې یاد تړون چين او امريکا او حتی نړيوال اقتصاد ته ګټور دی، نو دواړه خواوې دې د دې تړون د تطبيق لپاره مناسب چاپيريال جوړ کړي او ګډې هڅې دې وکړي. (شکريه)