د امريکا د روغتيا څېړنيز انسټيټيوټ مشر: کوويډ-۱۹ ويروس ښايي په طبيعت کې د ويروس د تغيراتو نتيجه وي
CRI2021-10-22 17:21:56
شريکول:

د امريکا د روغتيا څېړنيز انسټيټيوټ مشر فرانسيس کلينس د اکتوبر په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، له علمي شواهدو څخه ښکاري، چې کوويډ-۱۹ ويروس ښايي په طبيعت کې د ويروس د تغيراتو نتيجه وي او ښايي له حيواناتو څخه انسانانو ته خپور شوی. 

نوموړي په دغې اعلاميې کې دې ته اشاره کړې، چې که څه هم ساينس پوهانو په دې اړه ډېرې هڅې کړي، خو تر اوسه پورې پر دې نه دي توانيدلي، چې د کوويډ-۱۹ ويروس رېښه پيدا کړې.