نړيوال: چين د نړۍ د سولې او پرمختګ ټينګ ځواک ګرځېدلی دی
CRI2021-10-23 15:17:55
شريکول:

روان کال په ملګرو ملتونو کې د چين ولسي جمهوريت د څوکۍ د اعاده کېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی. له ۵۰  کلونو راهيسې چين د ملګرو ملتونو په ډګر کې مهم رول لوبولی ، د نړۍ د سولې مهم ابادوونکی، د ټولې نړۍ د پرمختګ مهم خدمت کوونکی او د نړيوال نظام ټينګ ساتونکی ګرځېدلی دی.

د زياتو هېوادونو ډيپلوماتانو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو په جلا جلا توګه ويلي، چې دغه تاريخي شېبه د چين او ټولې نړۍ لپاره  ډېر اهميت لري.

په ملګرو ملتونو کې د زامبيا، نايجريا، نيپال پخوانيو سفيرانو او د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان او د ملګرو ملتونو د تجارت او پرمختګ کنفرانس پخواني سرمنشي په جلا جلا توګه په ملګرو ملتونو کې د چين د رول ستاينه  کړې ده.