د چين د معيوبينو د ۱۱مې دورې لوبې، يعنې د ځانګړي المپيک د ۸مې دورې لوبې پیل شوې
CRI2021-10-23 15:28:05
شريکول:

د چين د معيوبينو د ۱۱مې دورې لوبې، يعنې د ځانګړي المپيک د ۸مې دورې لوبې د اکتوبر په ۲۲مه شپه د دې هېواد په شي ان ښار کې  پیل شوې، چې په دې لوبو کې ۳۵ پلاويو ۴۴۸۴ لوبغاړي ګډون کوي. د معلوماتو له مخې، په دغولوبو کې ۴۷ پروګرامونه جوړ شوي، چې ۳۸ د معيوبينو لوبو لپاره او ۹ د ځانګړي المپيک لوبو لپاره دي. دغه راز د ټول هېواد له بېلا بېلو ولايتونو، کورواکو  سيمو، مستقيمو اداري ښارونو، هانکانګ او مکاو څخه راغلي ۳۵ پلاوي پکې ګډون کوي.