نړۍ د امریکا ځواک ته اندېښمنه ده
CRI2021-10-23 14:44:35
شريکول:

د امریکا ځينو سياسيونو پدې وروستيو کې چين يوځل بيا نړۍ ته ګواښ بللی دی. د امريکا دفاع وزير لویډ اسټين ويلي، چې چین د خپل پوځي توان د لوړولو او د وسلو سيستم د اصلاح کولو په لټه کې دی او دغې کړنې یې سيمه اييز وضعيت کړکېچن کړی دی. د وسلو او پوځيانو د کمولو په چارو کې د امريکا استازي په خپلو خبرو کې ویلي، چې چين او روسيې نړيواله تسليحاتي مسابقه راپورته کړې ده.

په داسې حال کې، چې امریکا له اوږدې مودې راهيسې د خپل پوځي توان د لوړولو او ښودلو، همدارنګه په نړۍ کې د خپل مقام د ساتلو او د نورو د پرمختګ مخنيوي په لټه کې سرګردانه ده، خو اوس يې د خپلې پړې ګوته چين ته سيخه کړې ده.

د امريکا ولسي جرګې يوه مياشت مخکې د يوې قانوني لايحې په تصويبولو پرېکړه وکړه، چې په نوي مالي کال کې به پنټاګون ته کابو ۷۷۰ ميليارډه ډالره بودجه ورکړي، چې دغه شمېر د سپينې ماڼۍ تر وړانديز ۲۵ ميليارډه ډالره هم زيات دی. له يادې بودجې څخه به ۲۸ ميليارډه ډالره د امریکا د انرژۍ وزارت د ذروي وسلو پلان لپاره ځانګړي شي. دا چې امريکا په نړۍ کې تر ټولو زيات شمېر او پرمختللې ذروي وسلې لري او لا هم غواړي، چې خپل ذروي قدرت نور هم پياوړی کړي، نو له شک پرته د امريکا دغه کړنه به نړۍ نوره هم په اندېښنو کې ډوبه کړي.

امريکا د خپل ذروي قدرت د پياوړتيا ترڅنګ له بريتانيا او استراليا سره د درې اړخيزو امنيتي همکاريزو اړيکو د ټينګېدو اعلان هم کړی او د اټومي اوبتل د جوړولو او د تخنيکونو د شريکولو تړون يې ورسره لاسلیک کړی دی.

د څېړونکو په اند که ياد تړون عملي شي، نو د اسيا او ارام سمندر سيمه به له ډېر سخت ګواښ سره مخ شي.

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ عمومي مدير رافايل ګروسي(Rafael Grossi) د اکتوبر په ۱۹ مه نېټه وويل، چې دغې ایجنسۍ د امريکا، بريتانيا او استراليا ترمنځ د اټومي اوبتل په برخه کې د همکاريو د څارلو لپاره يوه ځانګړې ډله جوړه کړې او پر امنيت او قوانينو د دغې همکارۍ د اغېزو پلټنه به وکړي.

امريکا په ځلونو د ځواک ښودلو لپاره د چين تايوان تنګي ته پوځي بېړۍ استولي دي. د امریکا د توغنديو د شنډولو سیستم لرونکې بېړۍ څو ورځې وړاندې د کاناډا له پوځي بېړۍ سره يو ځای له تايوان تنګي تېرې شوې، چې په دې کړنې سره یې د سيمې سولې او ثبات ډېر زيانمن کړی دی.

امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه تازه ايستلي او اوس یې په ختيځې سيمې کې د نوي پوځي خوځښت اشارې بلې کړي او د دې هېواد دغه کړنه نړيوالو ته دا ښيي، چې په نړۍکې د خپل مقام د ساتلو لپاره ډېره ليواتيا لري.

چين خپلې دفاع او ملي ځواکونو ته وده ورکوي، ځکه غواړي، خپل ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ وساتي، خو دغه هڅه يې نورو هېوادونو ته ګواښ نه جوړوي. د چين دفاعي بودجه د خپلې اقتصادي ودې له سويې سره برابره ده.

د چين مشرانو څه موده وړاندې د نړيوال پرمختګ وړانديز وکړ او  د

 CPTPPپه تړون کې (Comprehensive and Progressive Agreement for Trans-Pacific Partnership) يې د ګډون غوښتنليک هم وړاندې کړی دی. له دې څخه ښکاري، چې چين د نړيوالې سولې، پرمختګ او نظم د ساتلو لپاره خپل مثبت رول لوبولی دی.

څوک تقابل او مقابلې پاروي او سوله او ثبات زيانمنوي او څوک نړیوال وحدت او پرمختګ هڅوي؟

د دې پوښتنې ځواب په اسانۍ پيدا کيږي.

اوسمهال نړۍ له ډېرو لویو ننګونو او بحرانونو سره مخ ده، نو امريکا بايد د يوه لوی هېواد په توګه ښه رول ولوبوي .