په چين کې د ملګرو ملتونو سیسټم د دې سازمان د نړيوالې ورځې په مناسبت فعاليت تر سره کړ
cri2021-10-24 15:17:16
شريکول:

په چين کې د ملګرو ملتونو سيسټم د اکتوبر پر ۲۲ مه نېټه د دې سازمان د نړيوالې ورځې او په دې سازمان کې د چين ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د بېرته اخيستلو په مناسبت فعاليت تر سره کړ.

په چين کې د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي سيد هارس چاتريجي په خپله وينا کې د شعر له لارې د چين پرمختګ او په تېرو ۵۰ کلونو کې د دغه هېواد او ملګرو ملتونوتر منځ د همکاريو ستاينه وکړه.

په چين کې لسګونو سيفرانو، د ملګرو ملتونو استازو او چيني کارپوهانو په خپلو ويناوو کې د چين د مفکورې ستاينه وکړل او هيله يې وښدله، چې له دغه هېواد سره په ګډه نړيواله  سوله  او امنيت وساتي او نړيوالې دوستانه اړيکې او په بېلا بېلو برخو کې نړيوالې همکارۍ لاپياوړې کړي.

ملګري ملتونه د ۱۹۴۵م کال د اکتوبر پر ۲۴ مه نېټه جوړ شوی او منشور يې هم په همدې ورځ رسماً نافذ شوی دی.  د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۹۴۷ م کال کې د هر کال د اکتوبر ۲۴ مه نېټه د دې سازمان د نړيوالې ورځې په توګه ونوموله.

 سږ کال په ملګرو ملتونو کې د چين ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د بېرته اخيستلو له ۵۰ مې کليزې سره برابر دی.