د ايکولوژيکې ساتنې او زرغون چاپېریال د پرمختګ په لاره کې د چين ټينګ ګامونه
CRI2021-10-24 15:25:45
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد له شان دونګ ولايت څخه ليدنه وکړه او د ژېړ سيند په اوږدو کې د پرتو سيمو د ايکولوژيکې ساتنې او باکيفيته پرمختګ د پياوړتيا لپاره يې د يوې ناستې مشري وکړه. د نوموړي دغه سفر بهر ته څرګند پيغام ليږلی، چې چين د عصري کېدو په لاره کې ايکولوژيکې ساتنې او زرغون چاپېریال پرمختګ ته د لومړيتوب د ورکولو ټينګه اراده لري.

ژېړ سيند د چين په شمالي برخه کې يو ستر سيند دی او اوږدوالی يې ۵۴۶۴ کيلومتره دی. دغه سيند د چينګ های، سه چوان، ګان سو، نينګ شيا او داخلي مغوليستان په شمول د دغه هېواد له ۹ ولايتونو او کورواکو سيمو څخه په تېرېدو سره په سمندر ورګډېږي. د دغه سيند د دواړو غاړو سيمه د چيني ملت د تمدن له عمده سرچينو څخه يوه ده، نو دغه سيند د چينايانو د مورني سيند په توګه هم بلل کېږي.

ژېړ سند د چين د ايکولوژيک خونديتوب په ساتلو کې مهم رول لري او د دغه سيند په اوږدو کې د پرتو سيمو نفوس او اقتصاد سمسور دی. د دې تر څنګ، ژېړ سيند د نړۍ له هغو سيندونو څخه يو دی، چې د خټو او شګو اندازه يې لوړه ده او د کنترول او اداري کارونه  يې له ډېرو ننګونو سره مخ دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تل د ژېړ سيند په اوږدو کې د پرتو سيمو ايکولوژۍ او پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي. هغه له ۲۰۱۲م کال راهيسې د دغه سيند په اوږدو کې له  ۹ پرتو ولايتونو او کورواکو سيمو څخه ليدنې کړي او په څو څو ځله يې د دغو سيمو د ايکولوژۍ د ساتنې او ابادۍ غوښتنې کړي دي. نوموړي دوه کاله مخکې د ژېړ سيند په اوږدو کې د پرتو سيمو د ايکولوژيکې ساتنې او د لوړ کيفيت د پرمختګ په اړه مهم ستراتيژيک پلان تائيد کړی.  (( د ژېړ سيند په اوږدو کې د پرتو سيمو د ايکولوژيکې ساتنې او د لوړ کيفيت د پرمختګ د پلان اصول )) څو ورځې مخکې خپور شوی، چې په کښې له راتلونکو لسو کلونو څخه تر ديرشو کلونو پورې د اړوندو کارونو سيستماتيک ترتيبات وړاندې شوي دي.

د سخت اقليمي وضعيت له امله وچکالي او سيلابونه د افغانستان پر وړاندې هم ستر خطرونه دي. اوس په افغانستان کې د وچکالۍ مصيبت روان دی چې له امله يې د غلو دانو حاصيلات زيانمن شوي او  بشري بحران رامنځته شوی دی. د روان کال په جولای میاشت کي په نورستان ولايت کې د سختو بارانونو او سيلابونو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی. د تېر کال په اپريل کې د افغانستان په زياتو سيمو کې سيلاونه رامنځته شول، چې له امله يې تر ۷ ميليونو زيات خلک ځپل شوي. په نړۍ کې د افراطي اقليمي بدلون له امله طبيعي ناورينونو انسانانو ته د سر او مال ستر زيانونه رامنځته کړي، له اقليمي بدلون سره مبارزه او د ايکولوژۍ ساتنه او پرمختګ د انسانانو ګډ مسئوليت دی.

چين لږه موده مخکې د بيولوژيکي تنوع تړون د امضاء کوونکو د ۱۵مې سرمشريزې غونډې  کوربه توب وکړ. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې د انسانانو او طبيعت د ګډې هوساينې مهم ارزښت بيان کړ او پر دې يې ټينګار وکړ، چې چين به د ايکولوژيک تمدن د ابادۍ لپاره مداومه کوښښونه وکړي. نوموړي د دغې غونډې له برخوالو خواوو څخه وغوښتل،چې دشین/زرغون پرمختګ لار دې غوره کړي، اقتصادي پرمختګ او چاپيريال ساتنې ته دې برابره وده ورکړي او د داسې نړۍ د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي، چې د اقتصاد او چاپيريال ګډه هوساينه ومومي.

د ملګرو ملتونو د چاپيريال پروګرام د اسيا او آرام سمندر سيمې دفتر مدير ډيچن تسيرين (Dechen Tsering)  په دې وروستيو کې ويلي، چې چين د چاپيريال د نړيوالې اجنډا مهم لارښوونکی دی او د اقليمي بدلون ضد مبارزې، د ککړتياوو د مخنيوي او د ژوند او پيدايښت د متنوعيت د ساتنې په برخو کې ډېر مهم رول لوبوي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ژېړ سيند د دواړو غاړو په سيمو کې د ايکولوژۍ د ساتنې او باکيفيته پرمختګ په اړه نوې غوښتنې کړي، چې دا د ايکولوژيک تمدن د ابادۍ په اړه د  چين د ژمنې د عملي کولو رښتيني اقدامات دي. چين به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې په اساس د خپلو کړنو له لارې د نړيوالې ټولنې لپاره ښه بېلګه جوړه کړي او د ايکولوژۍ او چاپيريال له نړيوالو ننګونو سره د مبارزې لپاره به خدمتونه وکړي.