۲۰۲۱ م کال په ملګرو ملتونو کې د چين ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د بېرته اخيستلو۵۰ مه کلیزه ده. د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام مشر اچيم سټېنر د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې ويلي، چې چين په تېرو ۵۰ کلونو کې په فعاله توګه د ملګرو ملتونو په بېلا بېلو چارو کې ګډون کړی او ستر خدمتونه يې ترسره کړي دي.
نوموړي وويل، چې د ملګرو ملتونو پرمختګ پروګرام د دغه سازمان له لومړيو ارګانونو څخه دی، چې له چين سره يې همکارۍ پيل کړې دي. دغه پروګرام په تېرو لسګونو کلونو کې د پرمختګ لارې او پاليسۍ د ټاکلو په برخه کې له چين سره همکارۍ کړي او د دې ترڅنګ د دغه هېواد د پرمختګ له تجربو څخه يې ډېرې ګټې اخيستې دي.
سټېنر وايې، چين د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام په شمول د دې سازمان له بېلابېلو ارګانونو سره د نويو تکنالوژيو د څېړنې او کارونې په برخه کې همکارۍ کړي او د بازارونو د نوښت او د انرژۍ د ساتنې لپاره يې امکانات برابر کړي دي.
هغه زياته کړه چې چين د اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې ډېر خدمتونه کړي او له نورو هېوادونو سره يې هم ډېرې مرستې کړې دي.
(مينه)