د چين او روسيې سمندري ځواکونو په لومړي ځل د ارام سمندر په لويديځه برخه کې د بېړيو ګډه ګزمه ترسره کړه. د دې ګزمې ماموريت د اکتوبر له ۱۷ مې تر ۲۳ مې نېتې پورې دوام درلود او د دواړو هېوادونو ۱۰پوځي بېړيو د ۶ چورلکو په وړلو سره په کښې ګډون کړی وو.
د دواړو هېوادونو د پوځي ادارو په وينا، د دې ګډې ګزمې هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزو ستراتېژيکو اړيکو او همکاریو ته وده ورکول او د سيمه ييز او نړیوال ثبات د ساتلو لپاره د دواړو هېوادونو د ګډو پوځي عملياتو د توان لوړول دي.