د چين د وارداتو په څلورم نړيوال نندارتون کې نندارې ته د وړاندي کېدونکو توليداتو لومړۍ جوپه د اکتوبر د ۲۳ مې نېټې په سهار د چين د نندارتون ملي مرکز ته رسېدلې او پدې سره دغه نندارتون د چمتوالي مرحلې ته رسماً داخل شوی دی.
د روانې مياشتې تر ۲۳ مې نېټې پورې په دغه نندارتون کې د وړاندې کېدونکو توليداتو ۹۸ سلنه برخه شانګهای ته رسېدلې او ښايي د نومبر تر ۲ مي نېټې پورې پدې نندارتون کې د غرفو د جوړولو او د توليداتو د ترتيب کارونه بشپړ شي.