د ترکيې ولسمشر: د امريکا په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفيران د هرکلي وړ نه دي
CRI2021-10-24 14:21:03
شريکول:

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان د اکتوبر پر ۲۳ مې نېټې په خپلو خبرو کې وويل، هغه د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزير ته امر کړی، چې په ترکیه کې د امریکا، جرمني او فرانسې په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفيران د نه هرکلي وړ کسانو په توګه اعلان کړي.

ځينو څېړونکو د اردغان دغه څرګندونه له ترکيې څخه د يادو ۱۰ سفيرانو د شړلو لومړۍ نښه بللې ده.

څه موده وړاندې په ترکيه کې د امريکا، جرمني، دنمارک، فنلند، فرانسې، هالنډ، سويډن، کاناډا، ناروې او نیوزيلند سفيرانو په ټولنيزو رسنيو کې له ترکيې څخه غوښتنه کړې، چې بايد ترکي تاجر عثمان کاوالا خوشي کړي. د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت د دغو سفيرانو له دې غوښتنې سره مخالفت ښودلی.

عثمان کاوالا په ۲۰۱۶ م کال کې په ترکيه کې د کودتا د پارولو لپاره د جاسوسۍ په تور نيول شوی دی.