شي جين پينګ: چينايانو تل څواړخيزم پلی کړی او کوي يې
CRI2021-10-25 11:14:57
شريکول:

 

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه له بېجينګ څخه په ملګرو ملتونو کې د چين ولسي جمهوريت د قانوني حق اعاده کېدو د ۵۰مې کليزې په انلاين يادغونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.

شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې چينايانو تل د ملګرو ملتونو صلاحيت او ځای ساتلی او څواړخيزم يې پلی کړی او کوي يې او له دغه نړيوال سازمان سره يې خپلمنځي همکارۍ ورځ تر بلې مخ په ژورېدو دي. نوموړي زياته کړه چې چين په وفادارۍ او جدي توګه د امنيت شورا د دايمي غړي په حيث خپلې دندې او وظيفې تر سره کوي او د م.م منشور، موخو او اصولو او په نړيوالو چارو کې د دغه نړيوال سازمان د مرکزي رول د خونديتوب لپاره کوښښونه کوي.

( سپوږمۍ)