شي جين پينګ: چینایانو د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره ستر خدمتونه کړي
cri2021-10-25 14:33:52
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه له بېجينګ څخه په ملګرو ملتونو کې د چين د ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د اعاده کېدو د ۵۰مې کليزې په انلاين یادغونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې چینایانو د نړۍ د عدالت او مساواتو د ساتلو لپاره د نورو هېوادونو له خلکو سره همکارۍ کړي او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. چینایان پر خپلواکو سوله ييزو ډيپلوماتیکو تګلارو ټينګار او له زورواکۍ او زور سياست سره کلک مخالفت کوي. چینایان د خپل حاکمیت، امنیت او پرمختګ د ساتلو لپاره د پرمختیايي هېوادونو له کوښښونو او هڅو څخه ملاتړ کوي. برسيره پر دې، چین له پرمختيايي هېوادونو سره د ګډ پرمختګ لپاره د یو کمربند او یوې لارې په شمول یو لړ وړانديزونه کړي او دغو هېوادونو سره يې تر وسې پورې مرستې کړي، او د ځاني پرمختګ تر څنګ يې نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي او برابروي يې. (هيله)