د یو هېواد پرمختیايي لار بايد له خپلو حالاتو سره سمون ولري
cri2021-10-25 15:28:11
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه له بېجينګ څخه په ملګرو ملتونو کې د چين د ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د اعاده کېدو د ۵۰مې کليزې په انلاين یادغونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې د یو هېواد د پرمختیايي لارې ارزونې لپاره بايد دې ته وکتل شي چې ايا دغه لار د دغه هېواد له حالاتو او د زمانې پرمختګ له تمايل سره سمون لري او که نه؟ ايا دغه لار د اقتصادي پرمختګ، ټولنيزې ابادۍ، د خلکو ژوند سویې د لوړولو او ټولنیز ثبات د ساتلو لپاره مثبت رول لوبولی شي او که نه؟ ايا د خپلو خلکو ملاتړ لري که نه او د انسانانو د پرمختګ لپاره خدمتونه کولای شي؟ (هيله)