شي جين پينګ : ټول هېوادونه بايد د شته ستونزو او ننګونو پر وړاندې همکارۍ پياوړې کړي
cri2021-10-25 14:29:54
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول په ملګرو ملتونو کې د چين د ملي ولسي جمهوريت د حقوقي څوکۍ د بيا اعادې د ۵۰مې کليزې په يادغونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې موږ باید د انسانانو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د مقاومت په پار همکارۍ پياوړې کړو. بېلا بېل هېوادونه دې د سيمه ييزو شخړو، تروريزم، اقليمي بدلون، انټرنيټي امنيت او بيولوژيکي امنيت په ګډون د ځينو مسئلو پر وړاندې د نړيوالې ادارې لا ټولشمول سيستم او د څو اړخيزم اغېزمنه تګلاره جوړه کړي، او لا مثبتې سيمه ييزې همکارۍ دې تر سره او يادې ستونزې او ننګونې دې حل کړي. (شکريه)