په سوډان کې د کودتا له امله بېړنی حالت اعلان شوی
CRI2021-10-25 15:17:30
شريکول:

سينهوا خبري اژانس خبر ورکړی، چې د سوډان پوځ د لنډ مهالي صدراعظم عبدالله همدوک کور مهاصره کړی دی.
د مالوماتو له مخې، د سوډان پوځ د دې هيواد د لنډمهاله حکومت څو وزيران هم نيولي دي او په همدې وجه د دغه هېواد د ملي حاکميت کمېټې رئيس په ټول هيواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.