د چين خارجه وزير له څلورو اروپايي هېوادونو څخه ليدنه وکوي
cri2021-10-25 19:45:52
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر پر ۲۵ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې خبر ورکړ، چې د يونان، سربيا، البانيا او ايټاليا د بهرنيو چارو وزيرانو په بلنه به د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې له ۲۷ مې تر ۲۹ مې نېټې پورې له يادو څلورو اروپايي هېوادونو څخه رسمي ليدنه وکړي.

وانګ ون بين زياته کړه، چې چين له يادو څلورو هېوادونو سره عنعنوي دوستي لري او په بېلابېلو برخو کې يې يو له بل سره  نږدې همکارۍ کړي، او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې هم ډېرې لاسته راوړنې لري. چين غواړي له دغو څلورو هېوادونو سره خپلمنځي دوستي لا ټينګه کړي، د منځنۍ او ختيځې اروپا له هېوادونو سره د چين ګډې همکارۍ لاپياوړې کړي او له اروپا سره خپلو اړيکو ته سالم او ثابت پرمختګ ورکړي.