د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو د ځمکو ملي ادارې د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د ۱۳۵۵ ولسي کورونو د جوړولو لپاره د داوطلبۍ پيل اعلان کړی دی.
د ځايي رسنيو د خبر له مخې، د اسرائيلو د ملکي چارو د پلان او ابادۍ عالي کمېټه به په نژدې راتلونکې کې يوه غونډه جوړه کړي او د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د نورو ۳۱۴۴ ولسي کورونو جوړولو ته به منظوري ورکړي.
( سپوږمۍ)