د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په ملګرو ملتونو کې د چين د ملي ولسي جمهوريت د حقوقي څوکۍ د بيا اعادې د ۵۰مې کليزې په يادغونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې په م.م کې د چين د ملي ولسي جمهوريت د حقوقي څوکۍ بيا اعاده نه يوازې د نړۍ او د م.م په تاريخ کې يوه مهمه چاره، بلکې د نړۍ د ټولو سوله او عدالت غوښتونکو هېوادونو د ګډو کوښښونو نتيجه وه. چين د نړۍ يو پر څلورمه برخه نفوس لري، په م.م کې د چين د ملي ولسي جمهوريت حقوقي څوکۍ بيا اعاده نه يوازې دغه هېواد، بلکې ټولنې نړۍ ته هم ګټوره ده. (شکريه)