د ملګرو ملتونو د پرمختګ لپاره د چين خدمتونه
CRI2021-10-25 15:25:15
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه له بېجينګ څخه په ملګرو ملتونو کې د چين د ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د اعاده کېدو د ۵۰مې کليزې په انلاين يادغونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.

ملګري ملتونه د څو اړخيزم مرکز بلل کيږي. د ملګرو ملتونو منشور د عصري نړيوال نظام بنسټ ايښودلی او د نړيوالو اړيکو  اساسي اصول يې تائيد کړی دی. د چين ولسي جمهوريت په ملګرو ملتونو کې د خپلې قانوني څوکۍ د اعاده کېدو له ۵۰ کلونو راهيسې پر رښتيني څواړخيزم ټينګار کړی، د ملګرو ملتونو په بېلا بېلو کارونو کې يې فعال ګډون کړی او د نړيوال اداري سيتسم د پياوړتيا او د نړيوالو ننګونو ضد مبارزې لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تېرو څو کلونو کې په خپلو ويناوو کې څو څو ځله څرګنده کړې، چې چين رښتينی څواړخيزم عملي کوي او په نړيوالو چارو کې د ملګرو ملتونو له مرکزي رول څخه ملاتړ کوي. نوموړي د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت د سرمشريزې غونډې پر مهال پر دې ټينګار وکړ، چې چين به په پر له پسې توګه هغه نړيوال نظام او نړيوال سيستم وساتي، چې د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو په مرکزيتوب جوړ شوی وي.

رئيس شي جين پينګ په ياده سرمشريزه غونډه کې د ملګرو ملتونو له چارو څخه ملاتړکوونکي پېشنهادونه او تدبيرونه اعلان کړل او و يې ويل، چې د چين - ملګرو ملتونو د سولې او پرمختګ صندوق، د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو او مرستو صندوق او د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو او پرمختګ اکاډمي به جوړه شي. دغه پېشنهادونه او تدبيرونه اوس ټول عملي شوي او ګټورې اغېزې يې راښکاره شوې دي. چين د چين - ملګرو ملتونو د سولې او پرمختګ صندوق ته ۱۲۰ ميليونه امريکايي ډالره پيسې ورکړي او په دې سره يې ۱۱۲ همکاريزې پروژې پيل کړې دي. دغه هېواد د تېر کال په سپتمبر کې اعلان وکړ، چې نوموړی صندوق به په ۲۰۲۵م کال کې د ماموريت مودې له پای ته رسيدو وروسته ۵ کاله نور هم خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو او مرستو صندوق تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو پروګرام او د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام  په شمول له لسګونو نړيوالو سازمانونو سره په ګډې ممکارۍ د افغانستان په شمول څه باندې ۵۰ هېوادونو کې د خلکو د ژوند په تړاو له ۱۰۰  زياتې پروژې تر سره کړي، چې تر ۲۰ ميليونو زياتو ځايي وګړو ترې ګټې اخيستې دي.

په ۲۰۲۰م کال کې په نړۍ کې د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې، چين د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو او مرستو صندوق تر چوکاټ لاندې له زياتو هېوادونو سره د کرونا وبا ضد واکسين، محافظتي توکو او طبي ماشينونو په شمول مرستې کړې دي. چين د تېر کال له اپريل څخه تر اکتوبر پورې افغانستان ته ۶ جوپې مرستندويه توکي ورکړي دي. چين د ۲۰۲۰م کال د ډسمبر په ۳۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له استازي سره يو همکاريز تړون لاسليک کړ، چې له مخې به يې د نوموړي صندوق له لارې په افغانستان کې د کرونا وبا پر وړاندې له کډوالو او بې کوره افغانانو سره مرستې وکړي او د ځايي وګړو له ښوونې څخه به ملاتړ وکړي. له افغانستان سره د چين د بيړنيو بشري مرستو لومړۍ جوپه د تېر سپتمبر د ۲۹مې نيټې په شپه د کابل هوايي ډګر ته ورسيده.

بر سيره پر دې، چين تل د څو اړخيزم بيرغ اوچت نيولی او رښتينی څواړخيزم عملي کوي. دغه هېواد پر دې ټينګار کوي، چې نړيوالې چارې بايد د ټولو خواوو د سلامشورو له لارې حل شي او د نړۍ برخليک بايد د بېلا بېلو هېوادونو په لاسونو کې وي. دغه هېواد په نړيوالو چاور کې د ملګرو ملتونو له مرکزي رول څخه ملاتړ کړی دی.

چين به د پرمختګ د نوې مبدا پر وړاندې په مداومه توګه د نړيوالې سولې د ابادوونکي، د نړيوال پرمختګ د خدمت کوونکي، د نړيوال نظام د ساتونکي او د عامه توليداتو د برابروونکي رول ولوبوي، په نړيوالو چارو کې به د ملګرو ملتونو د مهم رول له پياوړتيا څخه ملاتړ وکړي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.