د اقتصادي همکاريو او پرمختګ سازمان : پرمختللو هېوادونو د اقليمي بدلون په اړه خپله ژمنه نه ده پوره کړې
cri2021-10-26 11:02:03
شريکول:

د اقتصادي همکاريو او پرمختګ سازمان سرمنشي کورمان د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه سازمان له تازه ارزونې سره سم، پرمختللو هېوادونو د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه هغه ژمنه، چې هر کال به پرمختيايي هېوادونو ته د مرستې په پار سل ميليارډه امريکايي ډالره برابروي، نه ده پوره کړې، خو ښايي دوی دغه ژمنه تر ۲۰۲۳م پورې پلې کړي.

د ياد سازمان دغه ارزونه ښيي، چې پرمختللو هېوادونو په ۲۰۱۹م کال کې د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره ۷۹ ميليارډه او ۶۰۰ ميليونه امريکايي ډالره راغونډې کړي، چې دغه رقم د ۲۰۱۸م کال په نسبت يوازې ۲ سلنه زياتوالی ښيي. (شکريه)