په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۴۳۲۶۰۲۱۴ ته رسېدلی
CRI2021-10-26 15:15:15
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۵مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۲۰ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۴۳۲۶۰۲۱۴ ته رسېدلی چې له تېرې ورځې نه ۲۵۳۵۲۱ زيات شوی او د دغې وبا له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۹۴۱۰۳۹ ته رسېدلی چې له تېرې ورځې نه ۳۸۴۰ زيات شوی دی.

( سپوږمۍ)