ريپ ايسا: سپينې ماڼۍ په افغانستان کې له پاتې امريکايانو سره خيانت کړی
CRI2021-10-26 15:38:01
شريکول:

د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي ريب ايسا له فاکس نيوز سره په مرکې کې ويلي، چې سپينې ماڼۍ له افغانستان څخه د ايستلو شوو امريکايانو د شمېر په اړه درواغ ويلي او په دې برخه کې یې له امريکايانو سره بې ساری خيانت کړی دی.
د امريکا د پارلمان د يوه بل غړي په وينا، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په پام کې لري، چې په افغانستان کې له ۳۶۳ امريکايانو او ۱۷۶ هغو کسانو سره، چې امريکا کې د دايمي استوګنې ويزې لري، اړيکې ونیسي او همکاري به ورسره وکړي، چې له افغانستان څخه ووځي. 
 دغه وزارت دا هم منلې، چې په افغانستان کې د پاتې امريکايانو شمېر تر وړاندوينې ډېر دی، دغه شمېر مخکې تر ۱۰۰ تنو کم ښودل شوی و، خو اوس له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰  پورې اټکل شوی دی.
ريب ايسا پدې اړه فاکس نيوز ته ويلي، په افغانستان کې د امريکايانو لوړ شمېر دا ثابتوي، چې سپينه ماڼۍ دروغ وايي، ځکه دوی له افغانستان څخه د امريکايانو د ايستلو کارونه بريالي بولي، خو په حقیقت کې د دغو کارونو له امله په بهرنيو هېوادونو کې له امريکايانو سره بې ساری خيانت شوی دی.