د م.م پخوانی سرمنشي بان کي مون : په م.م کې د چين د ملي ولسي جمهوريت د حقوقي څوکۍ بيا اعاده د ميل ستون (mile stone) په شان مهم ارزښت لري
cri2021-10-26 14:30:48
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د ملي ولسي جمهوريت د حقوقي چوکۍ د بيا اعادې د ۵۰مې کليزې په درشل کې، د دغه سازمان پخواني سرمنشي بان کي مون د چين ميډيا ګروپ سره په مرکه کې ويلي، چې په م.م کې د چين د ملي ولسي جمهوريت د حقوقي چوکۍ بيا اعاده د ميل ستون (mile stone) په شان مهم ارزښت لري، چين په تېرو ۵۰ کلونو کې د م.م په صحنه کې مهم رول لوبولی او دغه سازمان د چين د ګډون له امله د يو رښتني نړيوال سازمان په توګه وګڼل شو.

ښاغلی بان کي مون د ۲۰۰۶م کال په اکتوبر کې د م.م په ۶۱مه عمومي اسمبلۍ کې د دغه سازمان د ۸م سرمنشي په توګه ټاکل شوی و. (شکريه)