شي جين پينګ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ټليفوني خبرې وکړې
cri2021-10-26 15:15:15
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ټليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، د چين او پاکستان تر منځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۷۰ کلونو راهيسې، دواړو هېوادونو د نړيوالو حالاتو له بدلونونو سره سره تل يو له بله ملاتړ کړی او اوس د نوې زمانې په هر ډول حالاتو کې بايد د ستراتيژيکې ملګرتيا اړيکې وپالي او د ګډ برخليک ټولنه دې جوړ کړي. نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې چين له پاکستانه ملاتړ کوي، چې د خپلو واقعي حالاتو سره سم د پرمختګ لاره وټاکي او له دغه هېواد سره به د چټک پرمختګ تجربې شريکې کړي.

عمران خان ويلي، اوس د نړۍ پر وړاندې زياتې ستونزې شتون لري، پاکستان او چين دې خپلمنځي همکارۍ لا ژورې کړي. د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د ډېرو ستونزو په لېرې کولو سره ټينګې شوې دي. چين له کرونا وبا سره په مبارزه کې له پاکستان سره مرسته کړې او له دغې ناروغۍ څخه يې د پاکستانيانو د ژغورنې او ساتنې لپاره مثبت رول لوبولی دی او دا د نړيوالو اړيکو په صحنه کې ښه بېلګه ګڼل کېږي.

دواړو خواوو د افغانستان مسئلې په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې. (شکريه)