د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د اکتوبر په ۲۵مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو اعلان وکړ، چې هغه په ټول هېواد کې د بېړني حالت د ختمولو پرېکړه کړې ده. نوموړي ويلي، چې مصر د خلکو تر ګډو کوښښونو لاندې د سيمې خوندي او ثابت ځای ګرځيدلی دی.
د ۲۰۱۷م په اپريل کې د مصر په تانتا او اليکسندريا ښارونو کې پر کليساوو بريدونه وشول. له دغو پېښو وروسته په دغه هېواد کې ۳ مياشتنی بېړنی حالت اعلان شو او ورپسې څو څو ځله تمديد شو او اوس د دغه ولسمشر له لوري پای ته ورسيد.