ليو هه د امريکا له ماليې وزيرې سره ويډيويي خبرې وکړې
CRI2021-10-26 10:44:27
شريکول:

د چين مرستيال صدراعظم او له امريکا سره د اقتصادي ډيالوګ استازي ليو هه د اکتوبر د ۲۶مې نېټې په سهار په انلاين ډول د امريکا له ماليې وزيرې جانيټ ايلن سره خبرې وکړې. دواړو خواوو د عمومي اقتصادي وضعيت او د دوه اړخيزو او څواړخيزو همکاريو په اړه د نظريو اغېزمنې، صميمي او رغنده تبادلې وکړې. د دواړو خواوو په اند، د نړيوال اقتصاد د احيا چلند کليدي مرحلې ته داخل شوی، نو د عمومي تګلارو په اړه د چين او امريکا ترمنځ تګ راتګ او همغږي مهم ارزښت لري.

ليو هه له نوموړې سره په خبرو کې د هغو مسئلو په اړه د چين پاملرنه څرګنده کړې، چې امريکا دې پر چين د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تګلاره لغوه کړي او له چيني تصديو سره دې عادلانه سلوک او رفتار کړي. دواړو خواوو موافقه وکړه، چې خپلمنځي تګ راتګ به روان وساتي.