چين د تايوان په اړه د امريکا له ناسمې کړنې سره ټينګ مخالفت وښود
CRI2021-10-26 11:24:47
شريکول:

امريکا څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو په يو لړ فعاليتونو کې د تايوان د ګډون په اړه د بحثونو لپاره د عالي رتبه استازو غونډه تر سره کړې ده. په امريکا کې د چين سفارت وياند د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د امريکا د دغې ناسمې کړنې په اړه سخته ناخوښي او ټينګ مخالفت يې ورسره څرګند کړی او دغه هېواد ته يې د چين جدي احتجاج وړاندې کړی دی.

نوموړي په دغه احتجاج کې دې ته اشاره کړې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۲۷۵۸م پريکړه ليک، چې په ۱۹۷۱م کال کې تصويب شوی، د سياست، عدلي چارو او تشريغاتو په برخو کې په ملګرو ملتونو کې د چين ولسي جمهوريت د نمايندګۍ حق مسئله پوره حل کړې ده. د م.م سيستم، بېلا بېل ځانګړي ارګانونه او د م.م دارالانشا بايد د تايوان په اړه هرې چارې کې د يو چين پېژندنې اصل او نوموړی پريکړه ليک مراعات کړي. دا د امريکا په شمول د م.م د ټولو غړو هېوادونو لپاره منل شوي اصل دی، چې په نړۍ کې د چين په نوم يوازې يو هېواد شته او تايوان د چين يوه برخه ده. د نړيوالو سازمانونو په فعاليتونو کې د تايوان سيمې د ګډون چارې بايد د يو چين پېژندنې له اصل څخه سرغړونه ونه شي. د تايوان ادارې هغه کړنې، چې غواړي د بهرنيو ځواکونو له لارې په نړيواله صحنه کې خپله پراختيا ومومي، رښتينې موخه يې له چين څخه د بېلتون غوښتنه ده، خو دغې کړنې به يې هرومرو ناکامې شي.