د روسيې او بريتانيا مشرانو د خپلمنځي اړيکو او تودو نړيوالو مسئلو په اړه تلېفوني خبرې وکړې
CRI2021-10-26 11:27:28
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د بريتانيا له لومړي وزير بوريس جانسن سره تلېفوني خبرې وکړې او د خپلمنځي اړيکو، د افغانستان د حالاتو او نورو تودو نړيوالو مسئلو په اړه يې بحثونه وکړل.

پوتين له جانسن سره په خبرو کې نوموړي ته د افغانستان مسئلې په اړه د مسکو د درېيمې غونډې لاسته راوړنې بيان کړې. دواړو خواوو په خبرو کې د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون له تطبيق څخه ملاتړ ښودلی او څرګنده کړې يې ده، چې دغه تړون د امنيت د تامين او د ذروي مسئلو د نه خپرېدو ميکانيزم د ساتنې په برخه کې مهم رول لوبوي. پوتين په خپلو خبرو کې د اوکراين د کورنۍ شخړې د حل په اړه د روسيې دريځ بيان کړی دی.