وانګ يي له ملا عبدالغني برادر سره وکتل
cri2021-10-26 15:35:24
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د لنډمهالي حکومت د لومړي وزير له مرستيال ملا عبدالغني برادر سره وکتل.  

وزير وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې وويل، چې افغانستان اوس په یوه کليدي موده کې دی او د دغه هېواد برخليک د کنټرول، ملي روغې جوړې او د دولت جوړونې په شمول ځيني مهم فرصتونه موجود دي، خو پر وړاندې يې د بشري بحران، اقتصاد، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د ادارې په شمول ډېرې ننګونې هم شتون لري. افغان طالبان د دغو ستونزو د ليرې کولو لپاره د نړیوالې ټولنې لا زيات تفاهم او مرستو ته اړتیا لري او موږ هم هيله لرو، چې دوی ټولشموله رویه غوره کړي او د بېلا بېلو قومونو او ګوندونو استازو ته په خپلې غېږې کې ځای ورکړي، څو هغوی هم د هېواد په بیارغونې کې لويه ونډه واخلي. د دې ترڅنګ، افغان طالبان باید د ښځو او نجونو حقونه ښه وساتي، د ښه ګاونډيتوب تګلارې دې غوره او یو داسې عصري هېواد دې جوړ کړي، چې د خلکو له هيلو او د زمانې له تمايل سره سمون ولري.

وانګ يي زیاته کړه، چې چين تل د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او د خاورې بشپړتيا ته درناوی کړی او د افغانانو ملاتړ کوي، چې د هېواد برخليک او د پرمختګ لاره پخپله وټاکي. چین تر اوسه د افغانستان په کورنيو چارو کې هیڅ لاسوهنه نه ده کړې او په افغانستان کې اوسني سخت بشري بحران ته ډېره پاملرنه کوي او د امريکا په شمول له ځينو لوېديځو هېوادونو غواړي، چې  پر دغه هيواد لګيدلي بنديزونه ليرې کړي، بېلا بېلې خواوې بايد په يوې ښې مفکورې او اغېزمنې لارې له افغان طالبانو سره تماس ونیسي او د پرمختګ د مناسبې لارې د لټولو لپاره دې ورسره مرستې وکړي. چین به د خپل توان په اندازه له افغانستان سره د بشردوستۍ مرستې وکړي او په دغه هېواد کې د اوسنیو ستونزو د محدودېدو او د اقتصادي خوځښت لپاره به له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کوښښونه وکړي.

وزير وانګ يي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ یوه ترهګریزه ډله ده او د امنیت شورا په تور لېست کې هم شامله ده، دغه ډله د چین ملي امنیت او د خاورې بشپړتيا ته سخت ګواښونه رسوي او هم د افغانستان پر دايمي ثبات ناوړه اغېزه کوي. موږ هيله او باور لرو، چې طالبان به د دغې ډلې په شمول له ټولو ترهګريزو سازمانونو سره اړیکې پرې کړي او د دغو ترهګريزو سازمانونو د ځپلو لپاره به اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

ښاغلي برادر له وانګ يي سره په کتنه کې د افغانستان اوسني وضعیت په اړه مالومات ورکړل او و يې ويل، چې د دغه هېواد عمومي حالات ښه او تر کنټرول لاندې دي، په بېلا بېلو برخو کې ادارې جوړې شوي او د ځايي وګړيو د اړتياوو د پوره کولو لپاره کوښښونه کوي. افغانستان له تاريخي درس او عبرت اخیستي او له خپلو حالاتو سره سم به د پرمختګ لاره انتخاب کړي. نوموړي ويلي، چې طالبانو ټولشموله تګلاره غوره کړې او لا به يې پراخه کړي. د پخواني حکومت زیاتره مامورين او مسلکي کارکوونکي پر خپلو دندو پاتې دي او په راتلونکی کې به هم د هېواد د ښې ادارې لپاره لا زيات غښتلي کسان راجلب کړي.

نوموړي زياته کړې، چې دوی به د ښځو او نجونو قانوني حقونه وساتي، اوس د روغتيايي ادارو او هوايي ډګرونو ښځینه کارکوونکي بېرته خپلو دندو ته ستنې شوي او په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي هم پرانيستل شوي دي، خو د دغو ښوونځيو پر وړاندې د تجهیزاتو او پيسو د کمښت په شمول ځينې ستونزې موجودې دي. هيله ده چې چين او نړيواله ټولنه له افغانستان سره لا زياتې مرستې وکړي.

نوموړي وويل، چې چین د افغانستان مهم ګاونډی دی او مننه يې ورڅخه وکړه، چې هر وخت يې په ستونزمنه موده کې افغانستان ته لاس ورکړی دی. طالبان غواړي، چې له چین سره ښې او ټينګې دوستانه اړيکې ولري. هغه زیاته کړه، چې طالبان به د چین د پاملرنې وړ مسئلو ته ډېره پاملرنه وکړي او خپلې ژمنې به پوره کړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د چين پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.