ايران او اروپايي ټولنه به ذروي خبرو اترو ته دوام ورکړي
cri2021-10-26 11:07:04
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير محمد حسين باقري د اکتوبر په ۲۵مه نېټه پر ټولنيزې رسنۍ ويلي، چې هغه به د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه په بروکسيل کې د اروپايي ټولنې له استازو سره د ايران د ذروي خبرو اترو په اړه خبرې وکړي، هغه زياته کړې، چې ايران په ذروي خبرو اترو کې د بيا ګډون نيت لري، خو اړوند هېوادونه بايد لومړی پر دغه هېواد غيرقانوني بنديزونه پای ته ورسوي، له دغه هېواد سره بهرنۍ معاملې او اقتصادي اړيکې دې بيا پيل کړي او پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي.

نوموړي ويلي، چې پر ايران د امريکا لګېدلي بنديزونه نه يوازې د اوسنيو حالاتو د ښه والي لپاره هيڅ ګټې نه لري، بلکې د ذروي خبرو اترو د لاپېچلېدو سبب به وګرځي. هغه له امريکا غوښتي، چې د ايران په اړه بې ځايه او ناوړې تګلارې ته دې د پای ټکی کېږدي. (شکريه)