امريکا: د ايران ذروي مسئلې د سياسي حل لا هم لپاره فرصت شته
cri2021-10-27 10:51:15
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار جاک سلیوان د اکتو په ۲۶مه نېټه وويل، چې د ايران  ذروي  مسئله لا هم د سياسي حل فرصت لري او د خبرو اترو د اعتبار موده يې محدودیت شته. 

نوموړي په همدې ورځ په سپينه ماڼۍ کې یوه خبري ناسته کې وويل، چې امريکا د ايران د ذروي پلان د تطبيق حالات له نږدې څاري او پاملرنه ور ته کوي. د امريکا اوسنۍ لومړۍ دنده دا ده چې د ايران د ذروي مسئلې خبرې اترې بيا پيل کړي او د دې مسئلې په هراړخيز تړون کې بيا ګډون وکړي. د امريکا ولسمشر جوبايډن به د روانې میاشتې په پای کې په روم کې د جي شل د  سرمشریزې په بهير کې له اروپايي مشرانو سره بحثونه وکړي تر څو د ايران په اړه موافقه تر لاسه شي.

سليوان زیاته کړه، چې امريکا به دا په ډاګه کړي چې له ايران سره د خبرو اترو د اعتبار موده يې محدودیت لري. (هيله)