د قطر امير تميم بن حمد ال ثاني د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل
cri2021-10-27 14:54:33
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قطر امير تميم بن حمد الثاني د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په دوحه کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره ليدنه وکړه.

وانګ يي په دې ليدنه کې وويل، چين د قطر ټينګ ملاتړ کوي، چې له خپل واقعي وضعيت سره سم د پرمختګ لاره وټاکي او د قطر په کورنيو چارو کې له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت کوي. چين د قطر ستاينه کوي، چې په نړيوالو چارو کې يې عادلانه دريځ ساتلی او د چين له معقولې ادعا يې ملاتړ کړی دی. چين به له قطر سره ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي، څو اړخيزم به وساتي، له يو اړخيزم سره به مخالفت او د نوي ډول نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به هڅې وکړي.

تميم ويلي، چې قطر د چيني ځانګړتيا لرونکي ډيموکراتيک سياست له پرمختګ ملاتړ کوي. چين په نړۍ کې اغېزمن لوی هېواد او د قطر مهم ستراتيژيک ملګری دی، دواړه هېوادونه په سيمه يیزو او نړیوالو چارو کې ورته نظريې لري او باید ژور تګ راتګ وساتي. (شکريه)