چين د اقليمي بدلون د کړنلارو سپين کتاب خپور کړ
cri2021-10-27 16:16:21
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په ۲۷مه نېټه په يوې خبري ناستې کې د چين د اقليمي بدلون د کړنلارو سپین کتاب د چاپ خبر ورکړ.
په دغه سپين کتاب کې اقليمي بدلون د ټولو انسانانو پر وړاندې ګډه ننګونه بلل شوې او چين د دې ننګونې پر وړاندې مقاومت ته په ښه سترګه ګوري او خپله یې هم ډېرې اقتصادي او ټولنيزې ستونزې لرې کړي او پر وړاندې يې يو لړ اقدامات غوره کړي دي.
چين د اقليم په نړيوالې ادارې کې فعال ګډون او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري. چين به له اقليمي بدلون سره د مقاومت په برخه کې خپلې ژمنې پلې کړي، د شنو خونو ګازو د خپرېدو اندازه به محدوده او له اقليمي بدلون سره د مقاومت توان به لوړ کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به لا زيات خدمتونه وکړي، څو زموږ ګډ کور (ځمکنۍ کره) لا ښه او ښکلې شي.
(شکريه)