د يمن خبري اژانس د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د سعودي عربستان په مشرۍ د ګډو ځواکونو د يوې اعلاميې په حواله ويلي، چې دغو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د يمن په مرکزي ماريب (Marib) ولايت کې پر حوثيانو ۲۹ هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۸۵ حوثيان وژل شوي او د حوثي ډلې ۹ موټرونه هم ويجاړ شوي دي. (شکريه)