وانګ يي او امير خان متقي سره وکتل
cri2021-10-27 09:29:37
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اکتوبر پر ۲۶ مه نېټه په دوحه کې د افغانستان د طالبانو د لنډ مهاله حکومت د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست وزیر امير خان متقي سره وکتل.

وانګ يي په خپلو خبرو کې هيله وښودله، چې افغان طالبان د دغه هېواد بېلابېل قومونه او سياسي ډلې يو موټی کړي، څو د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره  ګډ کار وکړي او افغانان د خپل هېواد سرنوشت په خپلو لاسونو کې ټينګ ونيسي.

وانګ يي وويل، چې چين د افغانستان اوسنيو ستونزو په تېره بيا بشري بحران ته پاملرنه کوي او د سور صليب نړيوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له لارې به افغانستان ته نورې زياتې بشري مرستندويه توکي وليږي.

وانګ يي باور وښود چې طالبان به د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ د مخنيوي لپاره لازيات اغېزمن اقدامات غوره کړي. چين به د افغانستان د امنيتي وضعيت له ډاډمنیدو وروسته د افغانستان د اقتصاد او بيا رغونې سره همکارۍ پيل کړي.

امير خان متقي وويل، د افغانستان نوی حکومت له بېلابېلو هېوادونو سره دوستانه اړيکې غواړي او هيله لري چې له چين سره په بېلابېلو برخو کې اړيکې او ګډې همکارۍ پياوړې کړي. هغه وويل، چې افغانستان به د خپل امنیت او ثبات ترڅنګ د سيمې د سولې او امنيت د راوستلو او ساتلو لپاره هڅې کوي او هيڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې په استفادې چين زيانمن کړي.