لي که چيانګ د چين او آسیان د مشرانو په ۲۴مه ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ
cri2021-10-27 14:59:12
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر د ۲۶مې نېټې په ماسپيښين د چين او آسيان د مشرانو په ۲۴مې ويډيويي غونډې کې انلاين ګډون او وينا وکړه، په دغې غونډې کې د آسيان د نوبتي رئيسه هېواد (بروني) سلطان حاجي حسن البو لکيا، د آسيان سرمنشي ليم جوک هوي او د کمبوډيا، اندونيزيا، لاوس، ماليزيا، فليپيين، سينګاپور، تايلنډ او ويتنام مشرانو هم ګډون کړی و. لي که چيانګ او حاجي حسن البو لکيا د دې غونډې مشري وکړه.

لي که چيانګ په دې غونډه کې وويل، سږ کال د چين او آسيان تر منځ د اړيکو د ټينګېدو ۳۰مه کليزه ده، په تېرو ۳۰ کلونو کې، دواړو خواوو د متقابل اعتماد، همغږۍ، ګډو ګټو او څو اړخيزم پر بنسټ سيمه ييز ثبات او اقتصادي پرمختګ ساتلی دی او له کرونا وبا سره په مبارزه کې يې خپلمنځي اړيکې لا ټينګې او کلکې کړې دي. چين به د ورخلاصون کړنلارې سره سم د آسيان په ګډون د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ ژورې کړي. (شکريه)