شي جين پينګ د چين د پرمختګ د ۱۳م پنځه کلن پلان د ابتکاري لاسته راوړنو له نندارتون څخه ليدنه وکړه
cri2021-10-27 12:16:27
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۶مې نېټې په ماسپيښين د هېواد د پرمختګ د ۱۳م پنځه کلن پلان په موده کې د ابتکاري لاسته راوړنو له نندارتون څخه ليدنه وکړه او و يې ويل، چې اوس د سوسياليستي عصري هېواد په توګه د چين د ابادۍ نوی جريان پيل شوی او تخنيکي نوښتونو ته بايد پکې ډېر مهم اهميت ورکړل شي. هغه وويل، چې تخنيکي کارکوونکي دې د هېواد د عمده اړتياوو د پوره کولو او د خلکو ژوند او روغتيا د ساتلو په موخه کوښښونه وکړي، څو د ټکنالوژۍ په وسيله چين یو غښتلی هېواد وګرځي او د چيني ملت د سترې سمسورتيا لپاره لا زيات خدمتونه وکړي. (شکريه)