پاکستان: چین تل د پرمختیايي هېوادونو لپاره غږ پورته کړی
cri2021-10-27 10:57:50
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې رئيس مشاهد حسین د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په ملګرو ملتونو کې د چین ولسي جمهوريت د قانونی حقونو د اعاده کېدو د ۵۰ مې کاليزې د یادونې په یو انلاین سمينار کې وويل، چې په ملګرو ملتونو کې د چین د قانوني څوکۍ اعاده کېدل نه یوازې د چينایانو بريالیتوب، بلکې د پراخو پرمختیايي هېوادونو د خلکو برياليتوب هم دی. نوموړي زياته کړه چې چین تل د پرمختيايي هېوادونو لپاره غږ پورته کړی او د نړۍ د عدالت او مساواتو د ساتلو لپاره ډېر کوښښونه کوي. 

هغه وويل، په ملګرو ملتونو کې د چین ولسي جمهوريت د قانوني حقونو په اعاده کېدو سره د بېوزلو او کمزورو هېوادونو حقونه ښه تضمین شوي دي. چین د انسانانو د ګډ برخليک نظر لري او د یو کمربند او یوې لارې د جوړونې په شمول د یو لړ وړانديزونو په تطبيق سره يې پاکستان او نور پرمختیایی هېوادونو ته ډېرې ګټې رسولې دي. (هيله)