د چين د دولت رييس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي يوان د اکتوبر پر ۲۶ مه د تيانجين جوليا پوهنځی د ګټې اخيستنې مراسمو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
نوموړې په دې پيغام کې وويل، چې دغه پوهنځی د چين او امريکا ترمنځ د کلتوري تبادلې لپاره نوې زمينه برابره کړې، هغې هيله وښودله چې له دې پوهنځی څخه به دواړه هېوادونه خپلمنځي کلتوري تبادله تقويه کړي او د خلکو ترمنځ متقابل پوهاوی او دوستي به لاپياوړې شي.
د تيانجين جوليا پوهنځی د چين د تيانجين موسیقي پوهنځی او د امریکا د جوليا پوهنځی لخوا په ګډې همکارۍ جوړ شوی دی.