په ګردې نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۳ ميليونو، ۸۵۷ زرو او ۲۸ تنو ته رسېدلی
cri2021-10-27 10:40:35
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر په ۲۶مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۴ بجو ۵۲ دقیقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۲۹۵ زره او ۴۳۲ نوې پېښې تشخیص شوي او په دې توګه عمومي شمېر يې ۲۴۳ میلیونو، ۸۵۷ زرو او ۲۸ تنو ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دغه ويروس له امله ۵۴۶۹ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۴ ميليونو، ۹۵۳ زرو او ۲۴۶ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)