سروې : په امريکا کې نژادي تبعیض او سياسي شخړې په ډېرېدو دي
cri2021-10-28 15:47:11
شريکول:

د امريکا د پيو څيړنيز مرکز د سروې پایله ښيي، چې امريکايان په هيواد کې ټولنيزو او نژادي شخړو ته اندېښمن دي.

 دغه سروې په ۱۷ اقتصادي ټولنو کې تر سره شوې، چې له مخې يې په دغه هېواد کې ټولنيز تضادونه زيات شوي دي.

د سروې۹۰ سلنه ګډونوال وايي، چې د هغو امريکايانو ترمنځ شخړې په زېاتېدو دي، چې له بېلا بېلو ګوندونو څخه ملاتړ کوي. د امريکا پخوانۍ سروې هم ښيي، چې د ډيموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو د پلويانو ترمنځ شخړې په ډېرېدو دي.

د دې ترڅنګ د سروې ۷۴ سلنه امریکايان بیا په دې اند دي، چې په امريکا کې نژادي تبعض تر ټولو سخته مسئله بلل کيږي.