د صربيا پخواني ولسمشر: چين د هېواد د عصري کېدو مفهوم نوښت کړ
cri2021-10-28 15:46:29
شريکول:

د صربيا پخواني ولسمشر بوریس تاديک څه موده دمخه د چين پېژندنې په نهم نړيوال فورم کې وويل چې چين د هېواد د عصري کېدو تړاو مفهوم نوښت کړی او په دې برخه کې يې هم يوه ښه بېلګه هم جوړه کړې ده، خو د هېواد د عصري کېدو په اړه د لويديځو هېوادونو عنعنوی مفهوم د اوسنيو ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره مناسب نه دی او نه هم د نړيوال پرمختګ لپاره ګټور دی. د ده په اند چين نه يوازې د هېواد د عصري کېدو په برخه کې ښه اقدامات غوره کړي بلکې په دې برخه کې يې د لويديځو هېوادونو د تېروتنو او ستونزو د لېرې کولو لپاره هم  نوې لاره پيدا کړې ده.(غاټول)