لي که چيانګ د چين د دولتي شورا د دايمي غونډې مشري وکړه
cri2021-10-28 14:12:04
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د چين د دولتي شورا د دايمي غونډې مشري وکړه چې د توليدي صنعت په برخه کې د منځنيو او کوچنيو تصديو لپاره د مالياتو د اخيستلو وخت د ځنډولو تدبيرونه ځای پر ځای کړي تر څو له نوموړو تصديو سره مرستندويه کار لا پياوړی شي. په ياده غونډه کې پریکړه وشوه چې د چين د ونډو په بازارونو کې د بهرنیو پانګوالو لپاره د غوره مالیاتي پالیسۍ وغځول شي ترڅو پرانیستې او د بهرنۍ پانګونې جذب ته وده ورکړي.