روسيه: اړوند هيوادونه دې د منځني او لنډ واټن ويشتونکو توغنديو له ځای پر ځای کولو لاس واخلي
cri2021-10-28 11:18:20
شريکول:

د روسيې کريملين ماڼۍ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين په همدې ورځ د ختيځې اسيا په ۱۶مه ويډيويي سرمشريزه غونډه کې له اړوندو هېوادونو څخه يو ځل بيا غوښتنه وکړه، چې د منځني او لنډ واټن ويشتونکو توغنديو له ځای پر ځای کولو څخه دې لاس واخلي.

نوموړي ويلي، چې د روسيې او امريکا تر منځ د منځني واټن بالستيک توغنديو تړون له ماتېدو وروسته، ښايي ځيني هيوادونه په اسيا او د ارام سمندر شاوخوا هيوادونو کې منځني او لنډ واټن ويشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي، چې دا کړنه به يې د نوې تسليحاتي مسابقې د رامنځته کېدو سبب وګرځي.
روسيې مخکې هم له اړوندو هېوادونو څخه غوښتي وو، چې د يادو توغنديو له ځای پر ځای کولو څخه لاس واخلي.
ولسمشر پوتين يو ځل بیا خپله پخوانۍ غوښتنه تکرار کړه او باوري او اغېزمنه یې وبلله.
(شکريه)