چين په استراليا کې ۶۱ سلنه پانګونې کمې کړې
CMG2021-10-28 11:25:02
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۷مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په استراليا کې د چين د پانګونې د کمښت لامل د استراليا کړنو پورې تړاو لري.

چين په ۲۰۲۰ کال کې په استرالیا کې ۶۱ سلنه پانګونې کمې کړي او د استراليا د بهرنيو چارو وزارت اوس هڅه کوي، چې د بهرنيو هېوادونو د پانګونې د زیاتوالي لپاره پلان جوړ کړي، څو د چين د پانګونې د کمښت برخه پوره کړي. 

جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې د استراليا ځينو سياستوالو په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر عادي اقتصادي همکاريو بې ځايه تورونه لګولي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې او همکارۍ ويجاړې شوي او په استراليا کې د پانګونې په برخه کې د چيني تصدیو باور يې زيانمن کړی دی.