امريکا بايد د امنيت ساتلو په برخه کې د نړيوالو غوښتنو ته پاملرنه وکړي
cri2021-10-28 16:41:51
شريکول:

د بېجینګ د شیانګ شان فورم د کارپوهانو انلاین غونډه د اکتوبر په ۲۵مه او ۲۶مه   نېټه ترسره شوه. په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې د څه باندې شلو هېوادونو  له ۵۰ ډېرو کارپوهانو ګډون کړی و او د اسيا او ارام سمندر د امنیت، څواړخيز نظام او نړيوال سيسټم په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله يې بحثونه او نظر تبادلې وکړې او موافقه يې وکړه، چې نړيواله ټولنه دې پر څواړخيز نظام او همکاريو ټينګار وکړي او په ګډه دې د نړۍ سوله او ثبات وساتي.  

دغه فورم په داسې حال کې ترسره شو، چې په ګردې نړۍ کې امنيتي ننګونې په سختېدو دي.

یوه خوا، کرونا وبا نږدې دوه کاله کيږي، چې د انسانانو ژوند او خوندیتوب ته يې ګواښونه جوړ کړي دي او بله خوا، امريکا د سړې جګړې نظر راپورته کړی او یواړخيزې کړنې ترسره کوي. امريکا په اسيا او ارام سمندر سيمه کې شخړې راپارولې او د لویو هېوادونو ترمنځ متقابل باور يې ویجاړ کړی دی.

د امريکا، بريتانيا او استراليا ترمنځ د ذروي اوبتلو همکارۍ تړون له امله په نړۍ کې د وسلو سيالۍ او د ذروي وسلو د پراخېدو ګواښونه راپورته شوي دي. برسيره پر دې، امريکا او ناټو له افغانستان څخه خپل ځواکونه په ډېرې چټکۍ واېستل، چې له امله یې د افغانستان پر وړاندې د نوي بشري بحران، ترهګرۍ او کرونا وبا په شمول ډېرې ستونزې او هم د سيمه ييز امنیت نوې ننګونې راپورته شوي دي.

د فورم ګډونوالو وويل، چې امريکا او ملګرو هيوادونو يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شخړې راپارولې دي او د څواړخيزم په پلمه يې سيمه ييز امنيت ویجاړ کړی، خو په حقیقت کې د یو اړخيزم تګلاره پرمخ وړي، چې دغه کړنه يې ډېره د پاملرنې وړ ده.

په چين کې د امريکا پخواني سفير سټيپلیتون روی (Stapleton Roy) وړانديز وکړ، چې امريکا بايد په اېندو- ارام سمندر سيمه کې ټولشمولې تګلارې غوره کړي او د چين او د سيمې له نورو هېوادونو سره دې سوله او سمسورتيا وهڅوي.

د روسيې د بهرنیو چارو شورا مدير اندرې کورتونوف په ياد فورم کې په اشارې وويل، چې د سيمې هېوادونه بايد د بحران کنټرول لپاره يو ګډ میکانيزم جوړ کړي او د اقليمي بدلون، د ذروي وسلو د خپرېدو او د ترهګرۍ په شمول ځينو امنيتي موضوعاتو کې خپلمنځي تفاهم او همکارۍ پياوړې کړي.

د يادولو ده، چې د بېجینګ د شيانګ شان فورم د ترسره کېدو پر مهال د امريکا د الوتکو وړونکو بېړيو يوې ډلې د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په جنوبي سمندر کې د جاپان له سمندري دفاعي پوځي بېړيو سره نظامي تمرين ترسره کړ.

د دوی دغه کړنه به د سيمې وضعیت د سختېدو سبب وګرځي، ځکه دا د اړوندو خواوو له امنيتي غوښتنو سره سمون نه لري.