د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک به د اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره لا زياتې پانګې راغونډې کړي
cri2021-10-28 15:28:13
شريکول:

د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک د شپږمې شورا کلنۍ غونډه د اکتوبر له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۸ مې نېټې پورې په انلاين ډول تر سره شوه.

د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک استازو او ګډونوالو د يادې کلنۍ غونډې په جریان کې پر یو شمېر موضوعاتو انلاين بحثونه وکړل.

د ياد بانک مشر جین لی چيون د روانې مياشتې په ٢٦مه نېټه وویل، چې د دوی اداره به د اقلیم په برخه کې د پانګو راجلبولو هڅې زیاتې کړي او د ۲۰۲۳م کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به د دې بانک ټولې پانګيزې پروژې د پاریس تړون له اړوندو اهدافو سره سمې پلې کړي. اټکل کېږي، چې یاد بانک به تر ۲۰۳۰م کال پورې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې پانګه ۵۰ ميلیارډو ډالرو ته ورسوي.