امير خان متقي: نړيواله ټولنه بايد له امریکا څخه د افغانستان د شتمنۍ د ازادېدوغوښتنه وکړي
cri2021-10-28 15:28:53
شريکول:

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت د خارجه وزارت سرپرست امير خان متقي د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې هیله څرګنده کړه، چې نړيواله ټولنه بايد د امریکا له حکومت څخه د افغانستان د شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړي.

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړ، چې متقي تېره شپه په دوحه کې د افغان مسئلې په اړه د ۱۴ هېوادونو له ځانګړو استازو او یو شمېر سفیرانو سره کتلي دي. نوموړي په دې کتنه کې د افغانستان د لنډ مهاله حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو، د افغانستان اوسني امنيتي او اقتصادي وضعيت او د دې هېواد پر وړاندې د بنديزونو په اړه په تفصیل خبرې کړې دي.

متقي ويلي، چې د افغانستان نوى حکومت يو مسؤلانه حکومت دى او نړيواله ټولنه بايد له امريکا څخه وغواړي چې د افغانانو پر شتمنۍ لګېدلي بنديزونه لرې کړي.