د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير محمد حسين باقري د اکتوبر په ٢٧مه نېټه وويل، ايران موافقه کړې چې د روان کال د نومبر تر پايه پورې د ذروي مسئلې په اړه خبرې اترې بيا پيل کړي.
محمد حسين باقري په همدې ورځ د بلجيم په پلازمېنه بروکسيل کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو پروګرام د عمومي منشي له مرستيال مورا سره تر خبرو اترو وروسته پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړ چې هغه او مورا د ذروي خبرو اترو د بريالي کېدو په اړه جدي او رغنده خبرې کړې دي. ایران موافقه کړې چې د نومبر تر پایه پورې به خبرې اترې بیا پیل کړي او په راتلونکې اوونۍ کې به د دغو خبرو ټاکلې نېټه اعلان کړي.